پاکستاني تروريستان آزاد فعاليت کوي

مشاهده موضوع قبلي مشاهده موضوع بعدي اذهب الى الأسفل

پاکستاني تروريستان آزاد فعاليت کوي

پست  Admin في الأربعاء يونيو 11, 2008 4:57 pm

پاکستاني تروريستان آزاد فعاليت کوي


د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړ چې د هلمند د ګرمسير په ولسوالۍ کې د پاکستان د لشکر طيبه وسله والو بريد کړي دي.
لشکر طيبه او سپاه صحابه هماغه دوه تروريستي پاکستاني ګوندونه دي چې د طالبانو د رژيم پر مهال يې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د طالبانو د مفتيانو او سکه وروڼو او مشاورينو په توګه په آزاده توګه افغانستان ته تګ راتګ کاوه او په ټول پاکستان کې يې هم په آزاده توګه خلک او د مدرسو طالبان افغانستان ته د جګړې لپاره رالېږل او ددغه رژيم تروروستيو پورې يې د طالبانو بشپړ ملاتړ کاوه چي په دغه عمليه کې د پاکستان د دولت چارواکي او د آي،اس،آي استخباراتي شبکه هم د هغوي تر شاو لاړو. خو کله چې د طالبانو نظام نسکور شو، پاکستاني جنرالانو د خلکو د دوکه کولو لپاره څه موده ددغو ترورويستي ګوندونو مشران بندي کړل او يايې بهرته د هغوي پر تلو راتلو بنديزولګاوه او له څه مودې وروسته يې بيرته خوشې کړل او دادي په آزاده توګه اوس هم د افغانستان په تاوتريخوالي کې پوځي، مالي او انساني رول لوبوي او دګر مسير په ولسوالۍ کي د هغوي تروريستي هڅو زموږ د ادعا عملي ثبوت وړاندې کړ په داسې حال کې چي دغه ګوندونه همدا اوس هم د پاکستان د مجلس متحده عمل فعال ګوندونه دي. پوښتنه داده چي که طالبان تروريستان وي، نو دغه آخوندان خو د هغوي لوي لوي مفتيان او ملاتړي وو او د پاکستان د حکومت له منځه يي پخوا هم په افغانستان کې د جګړي اور تازه کاوه او اوس هم په هماغه پخواني دريځ کلک ولاړدي، نو څنګه و منو چې نن هغوي تروريستان نه دي خو افغان طالبان بايد يو مخې ټول تروريستان وي او غربيانو هم چي افغانستان ته له تروريزم سره د مبارزي تر عنوان لاندې ګڼ شمير عسکر را استولي، د سترګو پر دغه ليدلي واقعيت سترګې پټي کړي دي او په تشو خبرو يې خلک تخديرکړي او هره ورځ زموږ د ګڼ شمير بي ګناه هېوادوالو ويني توئيږي. که پرون د «وارسا» پوځونه دلته پراته وو او نن هم د «ناټو»، پر افغانانو يې توپيرنه شته او د وينو ويالي يې هماغسې بهېږي.
افغان چارواکي که غواړي چي د آمريکايانو او ناټو د پوځونو په غياب کې هم په افغانستان کي واوسي او خلک ورته د وطنپالو افغانانو په توګه درناوي وکړي او په دغه ولس کې ځاي ولري، نو ورته پکار دي چې په داسې شرايطو کې له ژونديو واقعيتونو نه په استدلال سره دولس په ګټه ابتکار وکړي او نړيوال دوستان! هم پوه کړي چې که دغې سياسي ډرامې ته د پاي ټکي د ايښودو هڅه ونه کړي، سبا به د تاريخ پروړاندي او هم خپلو خلکو ته سخت پړه وي او په ولسونو کې به ځاي نه لري او دا وړاندونيه هرو مرو راتلونکې ده.







Admin
Admin

تعداد پستها : 31
Registration date : 2007-09-08

خواندن مشخصات فردي http://pendar.various-board.com

بازگشت به بالاي صفحه اذهب الى الأسفل

مشاهده موضوع قبلي مشاهده موضوع بعدي بازگشت به بالاي صفحه


 
صلاحيات هذا المنتدى:
شما نمي توانيد در اين بخش به موضوعها پاسخ دهيد