پشتانه او ملا مستان

مشاهده موضوع قبلي مشاهده موضوع بعدي اذهب الى الأسفل

پشتانه او ملا مستان

پست  Admin في الخميس يونيو 12, 2008 4:53 pm

پښتانۀ او ملا مستان
ليک : عزيز خان ملي زے

دې ته به څه اووايو، لاعلمي،د پښتونخوا وطن بد مرغي، دمذهب سره بې کچه مينه، د وخت جبر، دوخت او حالاتو نېمګړې تجزيه يا نه تجزېه،فطرت، جنون،لېونتوب يا که قسمت، خو هر څه چې دي، دا حقېقت په خپل ځائې دے چی په پښتونخوا وطن کې ېو سرتور فقير يا يو ملا مستان
هر وخت او هر ځاۍ شتون لرلے او لري ئې، چی په پښتنه خاوره ئې هر وخت څه نه څه خونړۍ لوبه توده ساتل ده، د لوبې مقاصد که هر څه وو او د مقاصدو په لاس ته راوړلو کی دوئې څومره بريالي او يا پاتې راغلي دي ، دا ېو بېل بحث دے خو له دې حقېقت څخه انکار نه کېدلے چې په خپله هره لوبه کې دوئې د پښتونخوا خاوره او پښتانه په کاميابۍ او مهارت سره استعمال کړي دي او حالات نن هم بدل نه دي.

په داسې هره ېوه موقع د پښتون ملت په تش لاس د سر ښېند نې څاري په تارېخ کې نه ليدل کيږي، تاريخ چرته هم د هغوۍ نرتوب،مېړانې، تورې او سر ښېند نې ته په سپکه نه دي کتلي، بلکه اغېارو هم په واز کومي د هغوۍ ستاېنه کړې ده. البته تاريخ مدام د هر ملا مستان لېونتوب، جنون او نيمګړے او بې وخته پاڅون او نا قصه منصوبه په ګوته کړې او غندلې ده. خو په تارېخ کې داسې څه بېلګې نه ليدل کيږي چې ېو ملا مستان چرته دا جرات هم کړے وي چې د پښتون ملت د مرګ ژوبلې، د کونډو، ېتېمانو، د کورونو او کلو د ورانېدو، تړېدو او سوزېدو پړه ئې په خپله غاړه اخيستې وي، بس مړو ته د شهېد، ژوندو ته د غازي او جنګ ته د جهاد مقدس نومونه اوبښل شو خبره خلاصه او هېره شوه. خو په حقېقت کې دغه ډول بې وخته او بې ټانګه ګامونو، جنون او لېونتوب نوې نوې شخړې او مسئلې وزېږولې چې پاېلې ېې له تل لپاره پښتون اولس او پښتنې خاورې زغمل دي او زغمي ئې. خو دا هم بد مرغي ده چې پښتون ملت د چا ملا مستان او يا د چا سلطان نه دا تپوس نه دے کړے چې د هغوې د پاڅون، جنګ يا جهاد په شا څه وو، د هغوې په نظر کې د ګټې څه قدر امکانات موجود وو، بې وخته او نېمګړے پاڅون ولې وشو ، د مرګ ژوبلې او تاوان پړه د چا په غاړه ده؟ او هر کله چې محا سبه نه وې نو څوک د ملامتېا پړے کله په خپله مرۍ کې پخپله اچولے شي؟ او هسې هم دا کار لوۍ جرات او نرتوب غواړي.

خپل لرې تارېخ به پرېږدو، صوفې محمد صېب ځمونږ ننے ملا مستان دے، چې قام ئې بې له څه تېارۍ د حکومت په ضد پاڅاوۀ، غونډې او لارېونونه ئې پئېل کړل، سرکارې اشتمنۍ ئې چور تالان او محاصره کړې، په جواب کې په لسګونو خلقو د سرکارې ګولو له لاسه خپل ژوندونونه له لاسه ورکړل، د پښتنو کلي او کورونه په بلډ وزرو ونړول شول، بمبارۍ پرې اوشوې، لاکن د پښتنو په وېنو او جنازو ، د سر و مال په زېان د صوفې محمد صېب تنده ماته نه شوه او نه د الغاو تلغاو په دغه وخت کې ملا صېب چا وليدو. مولوې صېب د افغانستان په لانجه کې په زرګونو پښتانۀ د جهاد په نوم افغانستان ته واړول، يو ټوپک او يا يو کلاشنکوف لرونکے ، د حربي تخنيک څخه بې برخې په سپېنو جامو کې ملبوس په نا اشنا هېواد د بي ٥٢ او اسټېلت الوتکو او کلسټر بمانو (چې کېدلاې شي مولوې صېب ئې چرته نوم هم نه وي اورېدلے) په ضد ئې پښتانه جنګ ته کوز کړل، د حالاتو په ليدو خو ترېنه پخپله په تېخته بېرته راغے، حکومت ورسره مهرباني اوکړه ، وئې نيولو، نن د ډېره اسما عېل خان په بندي خانه کې د ارام او قلارۍ ژوند تېروي، د پښېمانۍ ېوه کرښه ئې په تندې نه ښکاري، په سلګونو پښتانۀ د افغانستان په دشتو او مېرو کې مړه شول، په سلګونو نن هم بې درکه دي، د مړ ژوندي څه درک ئې نه لږي، څه قدر د ژړا مقام دے، چې پښتنو څه راز واجبي خلقو له د خپل سياسي قسمت ، د مرګ او ژواک، تاريخ او سباون واک په لاس کې ورکړے دے. د صوفې محمد صېب دغه عمل جنون ، اؤ لېونتوب نه دے نو نور څه دي، کم از کم په دې ېوېشتمه پېړۍ کې دغه ډول جنون او لېونتوب د بخلو نه دے..




اين مطلب آخرين بار توسط Admin در الخميس يونيو 12, 2008 4:55 pm ، و در مجموع 3 بار ويرايش شده است.

Admin
Admin

تعداد پستها: 31
Registration date: 2007-09-08

خواندن مشخصات فردي http://pendar.various-board.com

بازگشت به بالاي صفحه اذهب الى الأسفل

رد: پشتانه او ملا مستان

پست  Admin في الخميس يونيو 12, 2008 4:54 pm

طالب د نني دور دوېم ملا مستان، چې په افغانستان کې ئې د مرګ ژوبلې او ګډ وډۍ تنور تود کړے دے، هغوۍ وايي په افغانستان کې به اسلامې نظام راولو او د افغانستان سياسي واک به ېو ځل بېا په لاس کې اخلو، ښه خبره ده، هر هغه څوک چې په اولس واکۍ باور لري، د طالبانو ېا د ېوې بلې کومې ډلې له دغه سياسې حق څخه انکار نه شي کولے چې د واک لپاره سياسي مبارزه اوکړي، خو باېد هر څوک د مبارزې ټاکلي اصول په خپل ځان هم اومني، خپل سېاسي درېځ د افغانستان اولس ته کيږدي، انتخابي مېدان ته دې رااوځي، که اولس په هغوې باور اوکړي او هغوې ته خپلې رائې ورکړي، نو دا د هغوې آيني او سياسي حق دے چې د ټاکلې مودې لپاره د افغانستان په تخت کښيني او خپله سياسي اېجنډا پلي کړي، خو د طالب په اولس باور نشته ولې چې د پنځه کالو د واکمنۍ تجربه ئې څه داسې خوږه نه ده چې په انتخابي مېدان کې پرې مبارزه اوکړے شي، بلکې اولس خو هغوۍ ته د ګډو بزو کنډک ښکارېدو چې د کوتک په زور به راغونډيږي، عام اولس څه چې هغوې د علماؤ رائې ته هم احترام او درناوے نه دے درلودلے، هغوې افغانستان له نړۍ څخه ګوښه کړے وو، د افغانستان ملي او قامي وحدت ئې شلولے، د افغانستان سياسي، معاشرتي، معاشي، ثقافتي او تارېخي تنسته ئې سوړې سوړې کړه ، چې بېا ګنډل او راغونډول ېې د لوئې حکمت او تدبر تقاضا لري.

د يو حکومت ېا يو سياسي نظام سره اختلاف لرل او په ضد ئې سياسي مبارزه کول د هر چا په څير د طالبانو حق دے، لکن د وسله والې مبارزې حق په يوه مهذبه ټولنه کې هيڅ چا ته هم نه شي ورکړل کېدلاې. متاسفانه چې طالب خپله مبارزه د افغانستان د اولس د اشتمنېو په ضد پئېل کړ ده، په يو جنګ زپلي هېواد کې د يو بې چاره ملت ښونځي ، روغتونونه، سړکونه، پلونه، ګاړي ېا نورې ادارې ېا املاک سوزول په راکټونو او بمانو وېشتل، بې ګناه او بې چاره خلق او د علماو مرګ ژوبله کوم ډول سېاسي مبارزه ده؟ آو که خداې مه کړه خو په دغه کږه لار طالب واک ته ورسي نو نظام حکومت به څه وي، هغه چې پخوا وو، ېعنې هر هغه کس چې اوږده ږېره لري هغه به طالب او هر طالب به د واک خاوند وي، طالب په خپله پنځه کاله واکمنۍ کې د ملي جوړښت او رغوڼې سياسي ضرورتونه او تقاضې په ځان نه منلي او نه احساس کړ ي ، ولې چې دا د عالمانو او مدبرېنو کار دے او ډېر لوئې حکمت غواړې، د ا ولس د اقتصادې وضعې د ښه کولو څه کار ئې نه دے کړے، باېد د هغوې دا خېال وو چې ډوډۍ ورکول خو د خداې کار دے او حکومت څه پړه او ذمه واري نه لري، خپل هر امر ئې د کوتک په زور پلي کړے، ملي او تارېخي اشتمنۍ ئې چور تالان او يا ئې ماتې کړي، ښونځې بند ، رېډېو او ټېلېوېژن بند، د ښځو کار او تعلېم بند، د اولس په فکرونو او ژبو بندېز، په حقېقت کې افغانستان د مېنځنېو پېړېو ېو هېواد ښکارېدو، دغه ډول سياسي نظام او دغه رنګ افغانستان به ېو ځل بېا څوک او څنګه اومني.

نن په افغانستان کې د ملي روغې جوړې او پخولاېنې پروسه روانه ده (دا کېدلاې شې چې ډېرې نېمګړتېاوې به لري) ، ملي ادارې جوړې شوې او جوړېږي، قانون اساسې جوړ شو اولسی جرګه او دغه ډول نورې ادارې جوړې شوې او جوړيږی، عالمی وروري د افغانستان په بيا ودانۍ کې بخت ده، ښونځي،روغتونونه، لارې، سړکونه او پلونه جوړيږي، خو طالب ورور په دغه هر څه پسې ټوپک او کوتک راخيستے دے، دا د افغان اولس سره کومه ښيګړه ده؟ بدمرغي دا هم ده چې طالب په خپل ضد، او جنون د جهاد مقدس نوم هم ايښے دے، بل اړخ ته افغانان حېران پريشان ولاړ دي چې څه ته جهاد او څه ته ګډوډي اوايي، هر څوک خپله سياسي مبارزه جهاد بولي . د اتحاد شوروي په ضد د جهاد نوم يو څه جواز لرو، (خو ځه فکر کوم که د اتحاد شوروي په ضد جنګ د ُ جهاد په ځاي د افغانيت په نوم شوے وے نو کيدلای شي چې فکري نتايج يي بدل او خواږه وے، د افغانيت په ګوډي کې دومره بڅري او ژواک وو چې د عالمي ورورۍ په مرسته يي د اتحاد شوروي په ضد جنګ او مبارزه کولاي شوه)، بهرحال مونږ د جهاد په نوم خبره کوله، د اتحاد شوروي په ضد جنګ ته جهاد اوويلے شو، د مجاهدينو په خپل مينځي جګړه کې هر مجاهد خپلې جګړې ته جهاد وايو،د مجاهدينو په ضد طالب جهاد اوکړو، د طالب پنځه کاله واکمني له دواړو خواو په جهاد کې تيره شوه او اوس د حکومت خلاف طالب خپل جنګ ته بيا د جهاد نوم ورکړے ، که دغه شان هر کس ته دا اجازه ورکړل شي چې خپل هدف د کوتک په زور تر لاسه کړي ، ځان ته اميرالمومنين او خپلې جګړې ته جهاد اوواي نو د مذهب او جهاد د نوم نه خو به ټوقه جوړه شي، بدنام او رسوا به شي، بايد يوه داسې واضحه کرښه راکښلے شي ، چې جهاد، ګډوډډ،د واک جنګ او سياسي مبارزه سره بيل کړي.

ملا محمد عمر او د هغه کورني او بهرني انډيوالان پخپله خو په پردي کور کې پټ د ميلمستيا خوندونه اخلي خو ساده او بې ګناه افغانان يي مړه (له دواړو غاړو څخه) او د هيواد اشتمنۍ يي تالا ترغه کړې،د پاکستان ميډيا پښتانه د طالب شاهي واکمنۍ د امن په قيصو او سندرو تيرباسي،نه پوهيږو امن نه د هغوي څه مراد دے،صنعت،زراعت،اقتصاد،مواصلات،تعليم،جامه، پيزار ،ډوډۍ،سياسي،معاشرتي،او ثقافتي ادارې او دغه ډول ګڼ شيان د حقيقي امن لوازمات ګڼل کيږي، که دغه لوازمات ترينه اوو يستل شي نو د نړۍ په هره هديره کې يو مثالي امن موجود دے، چرته چې څوک جامه ،پيزار او يا ډوډۍ هيڅ نه غواړي، افغانستان څه هديره خو نه وه او نه ده، د ژوندو خلقو هيواد او معاشره ده، د هغوي خپل څه روايات دي، د هر انسان په څير هغوي هم د ژوند اسانتياو او ضرورياتو ته اړتيا لري.

په داسې حال کې چې د پاکستاني چارواکو بياناتو ته پام اوګرځوو اؤ په کوزه پښتونخوا کې د پاکستاني قواؤ عمليات هم په پام کې اونيسو نو د پښتونخوا د يو قامي مشر ښاغلي اسفنديار ولي خان دې خبرې ته مو فکر يوسي چې افغانستان بختور وؤ ، په دېرش کالۀ کې د جنګ نه ئې سر خلاص شو ، په مونږ داسې بلا راروانه ده ، چې که په وخت ئې مخه اونه نيول شوه نو بيا به ترې نه په مرګ خلاصيږو ، يا د ښاغلي محمودخان اچکزي دا خبره چې مونږ د ژوند اومرګ د سوال سره مخ يو ،

خپله جنرال مشرف هم وائي چې مذهبي لېونتوب د پختونخوا تر راتې منطقې پښې غزولي دي ، په داسې حال کې د سوات نه داخبرونه چې هلته د صوفي محمد صيب د تحريک مشر اؤ دهغوۍ زوم مولانا فېض الله چې په خپل ناقانونه ايف ايم راډيو په رڼا ورځ دا خبره کوي چې ماشومانو ته دې د مرضونو ټيکې نه لږي ، جينکۍ دې اسکولونه ته نه لېږل کيږي اؤ بايد کور کېښنول شي اؤ يا دا چې هغه زمونږ د تاريخي اؤ کلتوري کلو بانډو نامې بدلوي ، مونږ په دا نتيجه رسوي چې که په دا وخت د مذهبي لېونو پښو ته رنځيرونه وانه چول شول نو خدايي مه که ، اوبه به له ورخه تېرې شي.

مونږ په دې خبره هيڅکله هم باور نه شو کولے چې يو انسان په رڼا ورځ په يو راته ضلع کې د ايف ايم د طاقتورو چپو غېر قانوني شبکه چلوي ، او له دې نه دې د ملک استخبارات ، پولس اؤ فوځ ناخبره وي ، يا دې هغه له دې فتنې د عواقبو نه بې خبره وي. سره ددې چې د هغه په لنګر خانه کې دې د ورځې اوښان او مېښې هم خلاليږي اؤ په مدرسه کې دې څه خواوشا پنځوس زره کسان د جمعې مانځه ته هم په هغه پسې اودريږي.

مونږ که د سوات د پوليس د يو لوړ پوړي دا بيان په نظر کې اوساتو چې نوموړے پوليسو ته د وران کارو په لسو مقدمو کې مطلوب دے ، د پاکستاني حکومت په داسې هلوځلو سترګې پټول يو غټ سوال دے.

ايا د پاکستان حکومت د خپلو غلطو پاليسو اؤ دروغو د رښتيا ښودلو لپاره د پښتنو خاوره بيا استعمالول غواړي. يا هغه دا ګني چې پختونخوا يو داسې کمزورےځائې دے چې اوبۀ پرې په اسانه ماتيږي. د يو اېټمي ملک د څادر لاندې په رڼا ورځ يو کس د پولس دولقې نه په زور وتل، هم په هغه علاقه کې د عامو حلقو د څوکۍ لاندې ناسته ، څه معني لري؟ د حکومت واک او اختيار چرته دے کنه يو ځل بيا د وطن د څوکيدارانو د وسلو مړدکي د خپلو وطنوالو وينو ته لېواله شويدي؟ په دې ځائې کې زمونږ ذهنونو کې شک راټوکيږي چې خبره څه نور څه ته جوړه ده. يا حالات قصدآ په بل اړخ روانۍ ته پرېښودل شوي دي. ګنې که له دې خطرې پر وخت باندې مخه نيول شوے وے نو حالات به دې حد ته نه وے رسېدلے.

نن د سوات سيمه بيا د هغه حالاتو سره مخ ده کله چې څو کاله وړاندې ددې ملک په هوائي ډګر باندې قبضه اوشوله اؤ انتظاميه وازه خلۀ پاتې شوله . نن هم مونږ ته داسې خبرونه رارسيدلي دي چې نوموړے د الوتکې يا چورلکې نه واپس خپلو ملګرو کوز کړے دے.

په دې حالاتو پښتنو له هم سوچ پکار دے. چې جذباتي خبرې پرېږدي اؤ په دې خبره غور اوکړي چې دوۍ په يويشتمه پيړۍ کې ژوند کوي، نړۍ ډير په وړاندې لاړه ده، محاورتاًْْ نه بلکې په حقيقت کې نړۍ په يوه پراخه کلي بدله شو ده،نن قامونه او هيوادونه د نړۍ څخه جدا ژوند کولے شي او نه د يو بل د سياسي،معاشي يا ثقافتي اغيزه ځان ساتلے شي، بايد چې مونږ د نړۍ له قامونو او له تاريخه څخه يو سبق زده کړے وے چې کار د اهل کار ته وسپارل شي بايد چې اوس د حجرې خاوند په حجره او د جماعت خاوند په جماعت کې کښينول شي، جنګونو د پښتنو کلي،کورونه او هيواد وران کړه ، په امن مئېن دې وګړي ته نن د وران کاري په سترګه کتل کيږي،د ژوند بنيادي اسانتياوې نه لري، ساينس او ټيکنالوجۍ چې نن انساني ژوند ته کومه ښکلا بخلې ده له هغی څخه بې برخې دي،جنګونو ستړي کړي دي،علم،روزګار،روغتون،جامې،پيزار او ډوډۍ ته اړتيا لري سياسي سباط ته اړ دې، نور د دې جوګه نه دي چي په خپلو اوګو دېٍ يو بل ملا مستان سور کړي او نه په دې ملامته دي چې د نړۍ هر ملا مستان دې د هغوي په اوګو سور وي. او نه په دې ملامته دي چې د نړۍ قامونه دې راځي ، دده په خاوره دې پرزول کوي يا دې په دوۍخپل جنګونه ګټي

خیبر واچ

Admin
Admin

تعداد پستها: 31
Registration date: 2007-09-08

خواندن مشخصات فردي http://pendar.various-board.com

بازگشت به بالاي صفحه اذهب الى الأسفل

رد: پشتانه او ملا مستان

پست  Admin في الجمعة يونيو 13, 2008 4:11 am


Admin
Admin

تعداد پستها: 31
Registration date: 2007-09-08

خواندن مشخصات فردي http://pendar.various-board.com

بازگشت به بالاي صفحه اذهب الى الأسفل

مشاهده موضوع قبلي مشاهده موضوع بعدي بازگشت به بالاي صفحه


صلاحيات هذا المنتدى:
شما نمي توانيد در اين بخش به موضوعها پاسخ دهيد